برتانيه: امريكا له زندانيانو سره ظلم كړئ دئ

عظیم ممتاز | فبروري 11th, 2010


برتانيې د امريكا په بدنامه زندان ( ګوانتنامو بي) كې له زندانيانو سره د امريكايي چارواكو د وحشيانه رويې، او غير انساني سلوك په اړه يو لړ پټ اسناد خپاره كړي دي.

دغه رپورټ چې د ګوانتنامو بي زندان د يوه پخواني زنداني بنيامين محمد سره د امريكايي چارواكو د ظلم او وېروونكې سلوك څخه ډك دئ، په اوو څپركو كې تيار شوئ دئ.

د برتانوي محكمې يوه مشر قاضي ويلي چې ددې راپور خپراوى به د دواړو هېوادونو د څارګرو ادارو پر انډيوالۍ بدې اغيزې ولري.

د يادونې وړ ده چې برتانوي چارواكي له يوه مياشتې راهيسې په دې هڅو كې وه چې دا مالومات د خلكو په وړاندې ښكاره كړي.

Copyright Larawbar 2007-2024