کور / تازه خبرونه / په نړۍ کي د يخ او ګرمۍ جنګ دئ

په نړۍ کي د يخ او ګرمۍ جنګ دئ

د برازيل په پلازمېنه ريوديجنيريو کي د تېرو دوو ورځو په ترڅ کي د ګرمۍ له امله ٣٢ تنه مړه سوي دي.
د دغه هيواد د روغتيا وزارت ويلي د سې شنبې او چارشنبې په ورځو کي پورتنى شمېر کسان هغه مهال مړه سول چي د ګرمۍ د حرارت درجه تر سانټي ګراډ ٤٠ پوري ورسېده.
په برازيل کي دغه کسان پر داسي مهال د ګرمۍ له وجي مري، چي په اصطلاح د نيا په دې بل سر (افغانستان) کي بيا نيژدې ٢٠٠ تنه د يخني او واوري له کبله مړه سوي دي.