کور / تازه خبرونه / زيرئ! افغانستان امريکا ته ماته ورکړه

زيرئ! افغانستان امريکا ته ماته ورکړه

د کرکيټ شل آوريزه نړۍ والو سياليو ته د لارموندني په لوبو کي افغانستان نن خپله دريمه لوبه له امريکا څخه وګټله.
نننۍ لوبه افغانستان پيل کړه، د څلورو لوبغاړو په سوځېدو يې امريکا ته ١٣٥ منډي هدف وټاکئ، چي امريکا په ټاکل سويو شلو آورنو کي ايله ١٠٦ منډي جوړي کړي.
پر امريکا د افغانستان بري د افغان لوبډلي چانس نور هم ډېر کړ چي نړۍ والو شل آوريزو لوبو ته به لاره پيدا کړي، خو لا اوس هم د افغان لوبډلي سرنويشت په سبانيو لوبو پوري چي نورو هيوادونو ترمنځ ترسره کېږي تړلئ دئ.
افغانستان پرون سکاټلنډ او وړمه ورځ آيرلنډ ته هم ماته ورکړې ده، چي د نن هغې يې پرله پسې دريمه لوبه ده.
د لراوبر ويبپاڼه پر امريکا باندي د افغان لوبډلي د بري په هکله ټولو افغانانو ته مبارکۍ وړاندي کوي.