کور / تازه خبرونه / د اېران پر سپاه پاسداران بنديزونه ولګېدل

د اېران پر سپاه پاسداران بنديزونه ولګېدل

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي د اېران د اسلامي انقلاب پر سپاه پاسداران ډله يې نوي بنديزونه لګولي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مقامات خبر ورکوي چي د سپاه پاسداران ډلي د يوه قومندان او څلورو کمپنيو ملکيتونه يې کنګل کړي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فلپ کراولي وايي امريکا دغه ګام د اېران هغو هڅو ته په جواب کي کوي پورته کوي چي د اټومي پروګرام په نه درولو کي يې د نړۍ والي ټولني غوښتني رد کړې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پر نورو هيوادونو هم ږغ کړئ چي پر اېران باندي د دغسي بنديزونو په لګولو د امريکا تقليد وکړي.