کور / شعر / بی خاونده هیواد

بی خاونده هیواد

راغله دنیا دلته چي ونیسي اسامه
اوس قانون جوړوی ، د پاته کیدو پلمه
له دې ځایه يې جوړ کړ د لوبو میدان
د شخړو و جنګونو د ټول جهان
دلته هندپاکستان حلوی خپله لانجه
امریکا ،روس، ایران، چین یوله بله
اسراییل امریکا سعودی سره د لادن
روس د جماهیرو هیوادو او چیچین
کمپنی خپلي وسلې دلته ازمایي
اغیږه يې په ژوندیو انسانانو ګوري
تر موږکه افغان ښه دی په ازمایښت
ارزانه دی هم اسانه يي پيدایښت
هر څوک له دې ځایه اخلي خپله ګټه
هر څو ک دلته لری یوه معامله پټه
هر یو دلخوا ه نفاق ته وهی لمن
دوست کام ته وایي ته يي په ټولو کې من
هلته شیعه ووهه په چپلاغه سني
دلته يي پښتون ټول کړ پانسي
دلته یې بیا پر خپلو خډلو لاس کړ تیر
د هغوی يې بیا ایمان کړ هیر
بیایې قسم وکړ ټولو ته په وژلو د پښتنو
چې هغو ته جوړی کړي دوسیې د بهانو
په پښتنو دلته هلته کیږي دماکې
په هغو ازمایل کیږی د بشر ضد وسلې
چې دا بې خانده پښتون نه شي تمام
یا د دوی نشي هم هغه د روس انجام
که همدا کرزی وی همدا ببرک
وژل به وي په ښار ، کوڅه و سړک
خدای دی د دې ملک خاوند پیدا کړی
دا کمشن کاران دی په یو دوستانه بم تباه کړی