کور / تازه خبرونه / مارجه: تر عملياتو دمخه خال خال ډزي پيل سوې

مارجه: تر عملياتو دمخه خال خال ډزي پيل سوې

د هلمند ولايت له مارجې ولسوالي څخه د امريکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د خال خال نښتو خبرونه ورکړل سوي دي، خو د مرګ ژوبلي په هکله نه طالبانو او نه امريکايانو څه ويلي دي.
له طالبانو څخه د مارجې ولسوالي د نيولو دپاره امريکايي ځواکونه له نيژدې يوې مياشتي راهيسي عملياتو ته تيارى نيسي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي دوى په مارجه ولسوالي کي د امريکايي ځواکونو عملياتو ته پوره چمتوالى لري او د عملياتو پر مهال به امريکايي پوځيانو ته خپل جنګي تاکتيک وښيي.
د قاري يوسف احمدي په وينا د عملياتو له پيلېدو دمخه لا طالبانو تصميم نيولئ چي غلچکي بريدونه او د سړک د غاړي بم چاودني به ترسره کوي. د نوموړي په وينا د دوى دغه نوى تاکتيک په وروستيو مياشتو کي د بهرنيو پوځيانو په مقابل کي ګټور تمام سوئ دئ.