پر امریکایی بېس حملې ۵ امریکایان ژوبل کړل

ډاکټر نثار احمد صمد | فبروري 11th, 2010


اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی په پنجشنبه ماښام د طالبانو یو سرښندونکي په ځان پوری بم تړلی او د سرحدی قواوو یونیفورم یې اغوستی او په پکتیا کی د امریکایانو بېس ته ورننوت او هلته یې ځان وچاوداوه چی په نتیجه کی یې پنځه امریکایان زخمیان کړل خو دا یې نه دی ویلي چی د هغوی روغتیایی حالت څنګه دی او آیا هغوی عسکر وو که استخباراتی پرسونل .
د همدې آژانس د یو بل خبر له مخی امریکایی او ناټویی پوځیان د کابل رژیم د اردو په ملګرتیا د هلمند په مارجه کی د طالبانو د وتلو لاري بندوی تر څو د دوی په وینا طالبان د دوی د حملو څخه و نه تښتی . خو طالبان دا خوشی تبلیغات بولي .

Copyright Larawbar 2007-2024