کور / تازه خبرونه / فرانسه: له افغانستان څخه سرتېري نه باسو

فرانسه: له افغانستان څخه سرتېري نه باسو

د فرانسې صدراعظم فرانکويس فيلن وايي په افغانستان کي د ثبات تر راتګ دمخه به فرانسوي پوځيان له افغانستان څخه ستانه نسي.
نوموړي پرون کابل ته تر راتګ وروسته د ولسمشر حامدکرزي سره د يوه ګډ خبري کنفرانس پر مهال وويل د هيواد پوځيان به يې په افغانستان کي تر هغه مهاله مېشت وي چي په دغه هيواد کي امنيت او ثبات رامنځته کېږي.
نوموړي وويل تر دې دمخه فرانسه په نيت کي نه لري چي افغانستان يوازي پرېږدي.
فرانسه په افغانستان کي ٣٧٠٠ پوځيان لري چي په کابل کي د ناټو تر ماموريت لاندي مېشت دي.
د فرانسې د دفاع وزير افغانستان ته ٨٠ پوځي روزونکو د رالېږلو اعلان هم وکړ.