کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د نهو پوليسو په ګډون ١٣ تنه مړه سول

پښتونخوا: د نهو پوليسو په ګډون ١٣ تنه مړه سول

په قبايلي سيمه بنو کي د پوليسو پر يوه قرارګاه باندي پرون د پنجشنبې په ورځ حمله سوې چي د نهو پوليسانو په ګډون يې ١٣ تنه وژلي دي.
د سيمه ايزو چارواکو په وينا حمله کوونکو له لاسي بمونو او سپکو وسلو څخه کار اخيستئ او له سيمي څخه تښتېدلي دي.
سيمه ايز خلګ وايي د پېښي پر مهال يې يوه ډېره درنه چاودنه هم اورېدلې خو لا دا معلومه نه ده چي ځانمرګى بريد وو که چاودونکي مواد له مخکي ځاى پر ځاى سوي وو.
په نهو پوليسو کي د اقبال مروت په نوم د پوليسو يو مشر چارواکى هم وژل سوئ دئ.
د بنو پوليسو ويلي په دې مرکز کي چي حمله پر سوې نيژدې ١٠٠ پوليس موجود ول، چي ډېر نور پکښي ژوبل سوي هم دي.