کور / کیسه / نيمګړی ارمان

نيمګړی ارمان

بادام اکا زمونږ د کلي تر ټولو سپين ږيری خو د لوړ همت در لودونکی سړی دی ، کليوالو ته مو نه دي په ياد چې د اکا زيان ورته رسيدلی وي ، هسې خو نا لوستی دی مګر خبرې يې له عمر سره سمون خوري ، پرمخ يې د زمانې د ناکردو نښې نښانې له ورايه ليدل کيږي ، د کلي ټول خلک وايي همدغه بادام اکا دی چې د غمونو پيټو ته يې اوږې ټينګې دي ، چا رښتيا ويلي دي چي خوار په هندوستان کې هم خوار وي څه موده وړاندې د اکا د لور د واده پرمهال يې پر کور راکټ ولګيد له ګڼ شمير نورو خلکو سره خوارکۍ لوريې هم په وينو کې ليت پيت وه ، د واده د سور شال په څير يې ځمکه هم ددې په وينو سره وه ، پيزوان يې د وينو په ډنډوکي کې لامبو وهله ، تارپر تار زلفې يې د کب نيوونکو د جال په شان پر ټټر خورې وې ، سترګې يې پرانستې پاتې وې داسې ښکاريده چې کوم چاته انتظار کوي او يا څوک لټوي مګر څوک …؟
ښايې د هغه وينه څښوونکو جلادانو په لټه کې وه چې دا يې د ژوند له خوږ نعمته بې برخې کړې وه او د واده د سور شال پر ځای يې پرې سپين کفن غوړولی ؤ ترڅو ويې مومي او ترې پوښتنه وکړي چې په کومه ګناه دې وژلې يمه ؟ ولې ….؟
په ټول کلي کې د وير او ماتم ټغر خور ؤ د اکا د بې موره لور مرګ ډير زړونه مات کړي ؤ اوهغه هم د واده پر ورځ ځکه خو ټولو خلکو پر هغه چا لعنت ويلي چي دا ډول ظلم يې کړی ؤ.
اکا څوځله بې هوشه شو او هر ځل به چې په هوش راته نو ويل به يې زوی مې مه پريږدئ ….. زوی مې مه….د کلي د جومات ملا صيب چې د اکا څنګ ته ناست ؤ کليوالو ته يې وويل چې څو تنه زلميان د موټرو هډې ته ولاړ شي او زمری (د اکا يوازينی زوی) دې پرينږدي چې د خورپرمړينه يو ناڅاپه خبر شي ، ماښام د جماعت له لمانځه څخه وروسته زلميان راستانه شول مګرد زمري پته نه لګيده ، ځيني کليوال زمري ته ځکه په غصه ؤچې له امله يې پوره ورځ جنازه ځنډيدلې وه اوبيا ځينونورو بيلابيلې نظريي درلودې چا ويل زمري بايد راغلي وای ، چابه ويل ناوخته ښار ته تللی ؤ او ښائي له کوم انډيوال سره يې شپه راغلي وي او چا هم …… خو ملنګ ماما چې د راديو د خبرونو ډير شوقي ؤ او تل به ئي راديو اوريده داسې يوه خبره وکړه چې خلک ېي انديښمن کړل ده وويل خدای دې خير پيښ کړي نن سهار يوه ډله وسله وال کسان دعدليې وزارت ودانې ته ننوتلي او پرخلکو يې ډزې کولې ، لويه چاودنه شوې او د مالي زيان تر څنګ يې ځانې زيانونه هم خلکو ته اړولي او کڼ شمير خلک شهيدان او ټپيان شوي دي ، خدای دې خير کړي خير يې غوره دی ……او دکور پر لور وخوځيد.
سبا کلي بل ډول رنګ درلود د لمر وړانګو خپله رڼا له لاسه ورکړې وه ، داسمان شنې لمنې په تورو وريځو پوښل شوې وې چوپ او چوپتيا وه له ښاره هم ميلمانه راغلي ؤ يو موټرهم تر سترګو کيده چې د ښار د روغتون پورې يې تړاو درلود له ځان سره مې ويل ښايې د اکا وضعه خرابه شوې وي ځکه يې روغتون ته بيايي ، د کلي ملا صيب زما له څنګه تيريده له ځان سره لګيا ؤ خدايه ! ته ورته هدايت وکړې او که د هدايت وړ نه وي نو خالقه ته يې په خپل قهر او غضب اخته کړې .
دا نه وه معلومه چې څوک ښئي ، د اکا په کور کې نارې سورې ډيرې شوې د اکا د لور د جنازې تر څنګ يوه بله جنازه هم کيښودل شوې وه ، هماغه شان هوباهو په سرو وينو کې ليت پيت ، له ټپونو څخه يې وينه بهيده او پر سپين کفن يې سور انځورونه جوړکړي ؤ زمری (د اکا زوی) غلبيل غلبيل ټټر د خپلې خور په څنګ کې پر کټ پروت ؤ هغه زمری چې پرون ښارته تللي ترڅو خپلې نازولې خور ته د واده جوړه راوړي او هغه مهال د بشريت د وينو تږو دعدلیې وزارت پر ودانۍ بريد کړی ؤ او ډير شمير بې ګناه خلک يې د ژوند له نعمته بې برخې کړي ؤ يو له هغوی څخه زمري ؤ. هغه زمري چې له يوه نړۍ ارمانونو او نيمګړو هيلو سره له نړۍ څخه سترګې پټې کړې وې او د شهادت جام يې پر سر اړولی و .
نری باران وريده ښکاريده چې په اسمانونو کې ملايکې هم ددې بې وزله خور او ورور پر جنازه له سترګو څخه اوښکې تويوي او بريښنا په خپل غضبناک غږ هغه چاته په قهر ؤچې د لويو قدرتونو د خالق پر دې ځمکه په خپلو ناپاکو لاسونو د بې ګناه انسانانو پاکې وينې تويوي.
د وخت په تيريدو سره دا ناورين دخلکو له دماغ څخه د وتلو په حال کې ؤ او يوازې اکا ؤ چې د زوی او لور مرګ يې د ملا شمزی ورمات کړی ؤ .
هغه ورځ چې لمر خپلې زرينې وړانګې د ځمکې پرمخ خورې کړې وې د بادام اکا په دردليدلو سترګو کې عجيبه بريښنا ځليدله اوپر پتري نيولو شونډو يې د موسکا نښې ښکاريدې کوم چا ورته ويلي ؤ چې زمري په شان د بې ګناه مسلمانانو پاکو وينو د خدای ناترسه ظالمانو لمن نيولې ، د هغې پيښې عاملين چې له امله يې زمری او دده په شان په لسګونه بې ګناه کسان شهيدان او ډيرشمير نور ټپيان شوي ؤ، د قانون منګولو ته سپارل شوي دي او ډير ژر به محکمه پرې پريکړه وکړي او حق به حقدار ته ورسيږي . اکا ته د هيلو دروازه پرانستل شوې وه ځکه د هغه ځوان زلمي زوی او پيغله لور قاتلينوته سزا ورکول کيده چې هيڅکله يې دواده پکړی پر سر نه کړ او د واده په ډولۍ کې کښېنناسته .
زه هم د اکا کليوال اود موسهي ولسوالۍ يوتن اوسيدونکي يم چې د ژوند 35 سپرلي مې د راکټونو ، بمونو او مردکيو له چاودنو څخه پرته بل څه نه دي ليدلي او د ارامۍ او هوساينې تږی يو افغان زلمی يم ، هېله مې درلوده چې د لسګونو انسانانو قاتل ته به اوس د محکمې له لورې سخته سزا ورکول کيږي ترڅو نورو ته د عبرت سبق وي مګر کله چې پوه شوم چې دوی ته اورول شوې سزا ددوی د جرم په کچه ډيره کمه ده نو دهغو بې ګناه خلکو چې ددوی له لاسه وژل شوي وو او هغو امنيتي ځواکونو پر حال مې افسوس وکړ چې د خلکو د ارامۍ په خاطرخپلې سينې د بشريت ددښمنانو ګوليو ته سپر کړي او دخپل ژوند په بيه مجرمين نيسي او د قانون منګولو ته يې سپاري مګر د قضائيه قوي د ځينو تش په نامه مسلمانانو د پټو معاملو له امله يايې دوسيې تړل کيږي او يا داسې سزا ورکول کيږي چې جرم په پرتله يې ډيره کمه وي او ددوی داعمل مجرم نورهم د جرم پر کولو ډاډه کوي.
هوکې !
زما لخوا له هغه قاضي څخه چې دسترخوان يې په حرامو پيسو له اخيستل شويو خوراکه توکو څخه ډک وي وپوښتئ چې:
ترهګر خلک په بم ، مرمۍ او چاړه وژني مګر قاضي صيب يې د قانون په نه پلي کولو په قلم وژنې نو يوقاتل او قاضي څه توپير لري؟ او هغه وخت چې د زمري په شان د سلګونو بې ګناه انسانانو لاسونه د لوی خدای په حضور کې ددوی ګريوان ونيسي او پوښتنه ترې وکړي چې زمونږ حق دې ولې تر پښو لاندې کړ نو ايا دوی به کوم ځواب ولري؟
او يا که د اکا د بې وزله لور او زلمي زوی پر ځای ددوی له لوڼو او زامنو سره همدا چلند وشي نو بيا هم همداسې پريکړه کوي ؟