په افغانستان کی ۷۰۰ پوځي اډې شتون لری
د امریکا « ټام ډیسپېچ » خپروَنه راپور ورکوی چی امریکا ، ناټو او افغان ځواکونه په افغانستان کی جمعأ ۷۰۰ پوځی اډې لری او په پلان کی دي چی دا شمېر به نور هم زیات سی . په دې اډو کی کمپونه موجود دي ، جنګی عملیات ورڅخه کیږی ، استخباراتی فعالیتونه او تعقیب ورڅخه اجرأ کیږی ، اکمالاتی او لوژستیکی وظایف اجرأ کوی او باالاخره د پوستو غوندی کار ورکوی . راپور وایی چی د دې اډو څخه ۴۰۰ یې د امریکایانو او ناټو دي او متباقی ۳۰۰ هم د افغان اردو او پرلیسو مربوط دي . تر ټولو غټه پوځی اډه د بګرام هوایی ډګر دی چی شل زره امریکایی پوځیان پکښی مستقر دي او دوهمه غټه اډه هم د کندهار هوایی ډګر دی چی فعلأ ۹۰۰۰ بهرني پوځیان ( اکثریت یې امریکایان ) پکښی اوسیږی خو د هغه د پراختیا کار د ۱۲۶ ملیونو ډالرو په لګښت سره جریان لری او ژر به هلته شل ـ دیرش زره امریکایی پوځیان مستقر سی . راپور زیاتوی چی امریکایی پوځ او ناټو د نړۍ په هیڅ کوم هېواد کی هم دومره ډیري پوځی اډې نه لری او نه یې هم چیری دومره ډیري پیسې لګولي دي . د مثال په توګه د ۲۰۰۸ کال تر پایه د دغو پوځی اډو په جوړولو کی درې بلیونه ډالره مصرف سوي دي او په پلان کی دي چی تر ۱٬۴ بلیونو ډالرو به نور خرڅ هم ( په جنوب کی ) ورباندی وکړي .