کور / تازه خبرونه / طالبان : د ناټو پر ضد به چریکی جنګ ته دوام ورکوو

طالبان : د ناټو پر ضد به چریکی جنګ ته دوام ورکوو

فرانس پریس آژانس د طالبانو د ویاند قاری یوسف احمدي له قوله خبر ورکوی چی طالبان به د پخوا غوندی د امریکایی او ناټویی پوځیانو پر ضد خپلو چریکی حملو او جنګ ته پایښت ورکوی . احمدی په هلمند کی د ناټو د احتمالی عملیاتو په هکله داسی وویل : « تر کومه ځایه چی موږ پر مځکه ګورو ، دا عملیات هم د یرغلګر ځواک د نورو ورځنیو فعالیتونو څخه کوم توپیر نه لری . دښمن هغه ډیر غټ بولي . هغوی غواړی چی دا عملیات سره د دې چی مارجه یو کوچنی ځای دی ، خپرونو ته ډیر ستر وښیًی . دا عملیات هومره غټ نه دي لکه دوی چی یې ادعا کوی . زه دا درته ویلای سم چی موږ به هغسی تاکتیکونه اجراکړو لکه د ناوې او خانشین په عملیاتو کی چی مو کړي وو چی هغه به اکثرأ چریکی حملې او پر هغوی د ماینونو چاودني وې . »
خبر زیاتوی چی طالبانو تیر کال ۵۲۰ بهرني پوځیان په دغسی حملو او چاودنو کی وژلي وو او د سږ کال په لومړۍ یوه نیمه میاشت کی یې هم ۶۰ نور بهرني پوځیان وژلي دي او همدا نن یې یو هسپانوﺉ عسکر په دلارام کی ووژﺉ .