کور / تازه خبرونه / کندهار: د اوړو بيه څلورسوه کلداري راکښته سوې ده.

کندهار: د اوړو بيه څلورسوه کلداري راکښته سوې ده.

په کندهارکي داوړو بيه په يوه ګونۍکي څلورسوه پاکستانۍکلداري راکښته سوې ده . دغه خبره په کندهار کي دسوداګريزي خوني ( اطاق تجارت)رئيس ماما عبدالرازق ( رفيقي) خبريالانوته وکړه . دده په وينااوړه ځکه دنوروورځوپه پرتله په کندهارکي ارزانه سويدي چي د کندهار ديو شميرسوداګروپه مرسته شپاړس سوه ټنه اوړه دتورغونډۍله لاري د ترکمنستان څخه اوديارلس سوه ټنه دحيرتان له لاري دتاجکستان له هيواد څخه کندهارته راواردسوي دي ښاغلي ( رفيقي) زياته کړه : (( موږهڅه کووچي نوراوړه هم کندهارښارته واردکړو ترڅو داوړوبيه نوره هم  راکښته سي، ځکه ترمخه دکندهارپه ښارکي ديوې سل کيلويي ګونۍاوړوبيه څلورزره څلورسوه پاکستانۍکلداري وه خودپورته يادسوواوړوپه رارسيدوسره ديوې ګونۍپه بيه کي څلورسوه پاکستانۍ کلداري کمښت راغلى دى ))
ديادوني وړده چي په کندهارولايت کي دنيژدې يوې مياشتي راهيسي داوړواوغازوبيې دونده لوړ ي سوي دي  چي هغه دچاپه خبره له اسمان سره خبري کوي اوټول خلګ له دولت څخه هيله کوي چي په دې ګرانۍ،بېکارۍاوشنه ژمي کي ددوى غم وخوري کنې دابه يوه داسي ستونزه وي چي زموږځپلى اولس به نورهم وځپي ،چي بيابه يې جبران ډيروخت په برکي ونيسي