کور / z_buitenland_news -- 5 / جنرال سوهارټو د انډونيشيا پخوانی ډيکټاټور مړ سو

جنرال سوهارټو د انډونيشيا پخوانی ډيکټاټور مړ سو

 


د آسوشېټډ ‌پرس خبري آژانس خبر ورکړ چې د انډونيشيا پخوانۍ پوځي ډيکټاټور جنرال سوهارټو  نن د يکشنبې په ورځ د جاګارټا په يوه روغتون کې د ۸۶ کالو په عمر مړ سو .


 


سوهارټو چې په کال ۱۹۶۷ کې د يوې خونړی کودتا په نتيجه کې د انډونيشيا  باني سوکارنو د کاره ګوښه کړ تر ۱۹۹۸ پوري ددې هيواد پوځي ډيکټاټور وو . دده په دېرش کلنه پوځي واکمني کې د يو ميليون نه زيات وطنپاله انسانان چې د نوموړي د پوځي ډيکټاټورۍ سره مخالف وه  ووژل سوه .


 


سو هارټو په کال ۱۹۹۸ کې ددې هيواد د ولسي  پراخ پاڅون په نتيجه کې و استعفا ته مجبور کړی سو .


 


په انډونيشيا کې دډيکټاټور سوهارټو دېرش کلنه ظالمانه  دوره  پر بشري حقوقو باندي د خونړي  تيري ، د عامه شتمنيو د غلا او  اختلاس او  د رشوت خوری  په کارنامو سره مشهوره او په  دې خاطر د  پراخو ولسي  او نړۍ وال انتقادو او غبرګونو سره مخامخ وو.


 



نړۍ واله نهادونه داسي براورد کوي چې د سوهارتو کورنۍ د اندونیشیا د پانګې څخه څه نا څه  ۳۵ ميلیارډه ډالره وړي دي .


 


په پام کې وه چې جنرال سوهارتو  په کال ۲۰۰۰ کې په اندونيشيا کې د پراخ اداري فساد او پر بشري حقوقوباندي د ناوړه تيريو په تور محاکمه شي خو ددې محکمې جريان  تل د نوموړي د ناروغۍ په خاطر  کال و بل ته ځنډېده .