کور / خبرتیا او پيغامونه / د کندهار مجلې نوې ګڼه چاپ سوه

د کندهار مجلې نوې ګڼه چاپ سوه


د کندهار مجلې د روان کال پرله پسې دريمه او څلورمه ګڼه چاپ سوه، د مجلې ډېری مضامين د پښتو د اوسمهال د تکړه ليکوال، محتاط څېړونکي او خوږ ژبي ژبپوه استاد محمد معصوم هوتک په باب دي، نوموړي مضامين د هيواد څخه دباندي او دننه ليکوالو ليکلي چي په لړ کي يې د ښاغلي هوتک علمي، ادبي او فرهنګي برياوي او هڅي څېړلي دي.
د کندهار مجلې اداره د لوی خدای څخه ښاغلي استاد هوتک ته د اوږده او سوکاله ژوندانه تر څنګ د همدغسي فرهنګي برياوو او هڅو غوښتنه کوي.