کور / تازه خبرونه / هلمند:درې پوليس وژل سوي اودوه تنه ټپيان دي

هلمند:درې پوليس وژل سوي اودوه تنه ټپيان دي

دهلمندامنيه قومندان ومنل چي:تېره شپه دطالبانوپه بريدکي درې تنه پوليس وژل سوي اودوه تنه نورټپيان دي .
مل پاسوال محمدحسين ( انډيوال ) خبريالانوته وويل چي يادسووپوليسودګرشک ولسوالۍمرکزته نيژدې کزمه کوله چي تربريدلاندي راغلل اودغه مرګ ژوبله رامنځته سوه .
انډيوال زياته کړه نورپوليس موسمدستي سيمي ته وروليږل اوپرطالبانوباندي دځوابي بريدپه پايله کي يې هغوى ته هم مرګ ژوبله واړول لاکن کره معلومات يې نه لرو.
خوپه سيمه کي يوتن ځايي طالب قومندان ملاعبدالخالق په دې اړه خبري رسنيوته ويلي چي په دې بريد کي ېې ترلسوډيرپوليس وژلي مګرطالبانوته هيڅ تاوان نه دىرسيدلى .
ګرشک دهلمندولايت يوه له ناکراروولسواليوڅخه ده چي تل يې په رسنيوکي دجنګ اوجګړوخبرونه خپريږي