کور / تازه خبرونه / دنارينه او ښځينه لپاره به زندانونه جوړ شي

دنارينه او ښځينه لپاره به زندانونه جوړ شي

دخوست په  لايت کي د يوه مرکزي زندان او بل هم دښځو لپاره دزندان دوداني ډبره کيښودل شوه.
دا دواړه پروژي چي لګښت يي يوديرش ميليونه پنځه سوه زره افغاني کيږي دپي ار ټي ډلي له خوا ورکول کيږي.
ديوي غونډي پر مهال دخوست ولايتي شورا ريس ښاغلي داود خان شهيد زوي وويل چي نوموړي زندان به دنارينه اوښځينه زندانيانو لپاره جلا جلا برخي ولري. ده دا هم وويل، چې د زندان په دغه ودانۍ كې به په نشه يي توكو د روږدو كسانو له پاره هم د ساتنې بېل ځاى موجود وي.
شهيدزوى  وايي چې دغه  ودانۍ په پېنځلس جريبه ځمكه  كې په پاخه اواساسي ډول جوړيږي چي چارې به يې د نهه مياشتوپه اوږدو كې بشپړې شي.
 داپداسې حال كې ده چې له دې  درې  ورځې وړاندې د خوست په ښار كې د ښځو له پاره د يوه ځانګړي جومات د بنسټ ډبره هم كيښودل شوه.
 نوموړى جومات چې د ښځولپاره د جوړشوي ځانګړي پارك په منځ كې په پاخه ډول جوړيږي چارې به يې د پېنځه نيم ميليونه افغانيوپه لګښت په شپږومياشتوكې بشپړې شي.