کور / رسنۍ / پسرلى مجلې نوې ګڼه چاب شوه

پسرلى مجلې نوې ګڼه چاب شوه

له شماله خپرېدونكې درې مياشتنۍ خپرونې د څلورم كال درېيمه او پرله پسې اوولسمه ګڼه تازه له چاپه راووته.
په دغه ګڼه كې د بېلا بېلو ليكوالو لاندې ليكنې:
– د طالبانو او جنګسالارانو تر منځ بايد انتخاب وكړو
– د حكومت تېر او راتلونكى
– امريكا جوړ كړى او فاسد كړى حكومت
– د افغانستان ژغورنه، دوه باورونه
– د بچه سقاو دورې ته يوه كتنه
او نورې ليكنې خپرې شوې دي.

كه غواړئ چې پسرلى مجله همداسې خپره شي؛ نو هيله كوو چې له هيچا يې وړيا مه ترلاسه كوئ. دغه مجله تر ډېره د چلوونكو په خپل لګښت چاپېږي.
د بيا خپرواي لپاره ورسره مرسته وكړئ او پر لاندې پتو يې په بيه تر لاسه كړئ.

كابل: بيهقي كتابپلورنځى
كندهار: افغان كتاب او قرطاسيه پلورنځى
بلخ: مومند بابا ادبي بهير- د مزارشريف ښار بېلا بېل كتابپلورنځي
ننګرهار: هارون كتابپلورنځى
خوست: غرغښت كتابپلورنځى
پكتيا: علمي كتابپلورنځى
كندوز: پسرلى ادبي او كلتوري ټولنه- د ښار بېلا بېل كتابپلورنځي
بغلان: چونغر ادبي بهير- د پلخمري ښار بېلا بېل كتابپلورنځي