کور / تازه خبرونه / د سپټمبر د يوولسمي نوي عکسونه خپاره سول

د سپټمبر د يوولسمي نوي عکسونه خپاره سول

د نيويارک پوليسو د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د يوولسمي ورځي د حملو نوي عکسونه خپاره کړل.
دغه عکسونه چي تر اوسه مطبوعاتو ته نه وه را ايستل سوي هغه مهال د نيويارک د پوليسو له خوا د څرخکو الوتکو په ذريعه اخيستل سوي وو.
دغه نوي انځورونه ښيي چي څنګه د نړۍ وال تجارتي مرکز دوې غبرګي ودانۍ د اور په لمبو کي سوځي او لوګي ځني پورته کېږي.
دا د هغو مرموزو حملو نايابه انځورونه دي چي مسئوليت يې پر القاعدې باندي وتپل سو او ورسره سم يې د غچ اخيستني په موخه پر افغانستان باندي حمله وسوه.
کارپوهان وايي د سپټمبر د يوولسمي حملو د نړۍ په نقشه بدلون کي داسي بدلون رامنځته کړ، چي له امله يې امريکايي واکمني تر افغانستان او وروسته عراق پوري ورسېده.
د امريکا د نېشنل انستيتوت اداره وايي دغه عسکونه چي تعداد يې تقريباً ٢٧٠٠ کيتو ته رسېږي تر اوسه هيڅ ځاى نه دي خپاره سوي.