کور / تازه خبرونه / د مشهور سندرغاړي محمدرفيع مړى له خاورو راوکښل سو

د مشهور سندرغاړي محمدرفيع مړى له خاورو راوکښل سو

د ممبى ښار د مسلمانانو د هديرې تنظيموونکو د هندوستان د مشهور سندرغاړي محمدرفيع له خاورو راکښلى او بيرته پر بل ځاى ښخ کړئ دئ.
د هديرې تنظيموونکې اداره وايي د فلمي ستورۍ مدهوبالا، نوشاد او ساحر لدهيانوي مړي يې هم له خاورو را ايستلي بيرته يو بل ته نيژدې ښخ کړي دي.
د دې هديرې تنظيموونکې اداره وايي دغه کار يې په هديره کي د ځاى د کموالي پر اساس کړئ دئ، خو د يادو سويو مړيو کورنيو پر دې کار سخت انتقاد کړئ او وايي دا کار د دوى له اجازې پرته ترسره سوئ دئ.
د ممبى په هديره کي اکثره ښخ سوي مړي د هندوستان د باليووډ سينما بېلابېل مسلمان هنرمندان دي، چي تېره اونۍ د عامرخان پلار هم پر زيات سو.