کور / تازه خبرونه / برتانوي فېشن ډيزاينر ځان وژنه وکړه

برتانوي فېشن ډيزاينر ځان وژنه وکړه

د برتانيې تر ټولو مشهور فېشن ډيزاينر اليګزينرميک کوئين مړى په خپل کور کي په داسي حال کي موندل سوئ چي د پوليسو په وينا ځان وژنه يې کړې ده.
نوموړى څلور واره د انګلستان تر ټولو ښه فېشن ډيزاينر نومول سوئ وو، خو د هغه مړېنه پر داسي مهال رامنځته کېږي چي په لندن کي د فېشن اونۍ ته فقط څو ورځي پاته دي.
د څلوېښت کلن ميک کوئين د ځان وژني علت تر اوسه معلوم نه دئ، خو پوليس وايي فقط يوه هفته دمخه د هغه مور هم مړه سوې وه.