کور / راپور / مومند بابا ادبي بهير د ارواښاد اجمل خټك په وير غونډه وكړه

مومند بابا ادبي بهير د ارواښاد اجمل خټك په وير غونډه وكړه

په بلخ ولايت كې د مومند بابا ادبي بهير د پښتون قام د يووالي مبارز، ليكوال او شاعر ارواښاد اجمل خټك د مړېنې په وير ځانګړې غونډه وكړه.
غونډه د سلواغې په ۲۳مه، د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرګې په دفتر كې د مومند بابا ادبي بهير د اوونيزو غونډو په خونه كې تر سره شوه.
په غونډه كې د بلخ ولايت په لسګونو ځوانانو او فرهنګيانو ونډه اخيستې وه، چې د ارواښاد خټك په ژوند يې بېلې څرګندونې وكړې.
غونډه د ستر پښتون مبارز اجمل خټك په اړه د غونډې د كوربه ليكوال ذبيح احساس په هر اړخيزو څرګندونو پيل شوه.
نوموړي د ارواښاد خټك په ژوند، مبارزې او ادب باندې خبرې وكړې.
احساس د اجمل خټك مړينه د لروبر افغان لپاره يو ستره ضايع وګڼله.
د مومند بابا ادبي بهير غړي بريالي جلالزي هم د ارواښاد اجمل خټك په مړينه له وير څخه وروسته له شمشاد تلويزون څخه د سيمې د پښتو تلويزون په توګه ګيله وكړه، چې د ارواښاد خټك د مړينې په ورځ يې ټوله ورځ سندرې خپرې كړې وې.
نوموړي له شمشاد تلويزون څخه وغوښتل چې د پښتونو د دا ډول مشرانو د مړينې په ورځ كې پرې ځانګړې پروګرامونه ولري؛ نو خپله دنده به يې ښه ترسره كړې وي.
د بهير په ننى اوونيزه غونډې، ارواښاد اجمل خټك ته د ځانګړيتوب له امله د كره كتنې برخه نه درلوده.
له دې وروسته ازاده مشاعر پيل شوه، چې شاعرانو پكې بېلا بېل شعرونه واورول.
د غونډې په پاى كې ارواښاد اجمل خټك ته د جنت او د هغه درنې كورنۍ او لروبر افغان ملت د صبر غوښتنه وشوه.