افغانستان له هالنډ څخه لوبه وبايلله

34 | فبروري 12th, 2010


په هغه لوبه کي نن چي په عرب اماراتو کي د افغانستان او هالنډ د کرکيټ لوبډلو ترمنځ ترسره سوه افغانستان له هالنډ څخه ماته وخوړه.
پچه هالنډ وګټله افغانانو ته يې د بيټينګ بلنه ورکړه، چي افغان لوبډلي په ټاکل سويو ٢٠ آورونو کي د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٨ منډي جوړي کړې.
د لوبڅارونکو په وينا افغانستان خورا لږ منډي جوړي کړي وې، ځکه خو يې هالنډ ته ګټل آسانه وو.
هالنډ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ١٨ آورونو کي ١٣٢ منډي جوړي کړې، چي افغانستان يې له نړۍ والو شل آوريزو لوبو څخه راوګرځاوه.
بايد وويل سي چي افغانستان تر دې دمخه آيرلنډ، سکاټلنډ او امريکا ته ماتې ورکړې وه، او تيره مياشت يې په څلور ورځنيو لوبو کي هالنډ ته هم ماتې ورکړې وه.
داسي ښکاري چي افغانستان نړۍ والو سياليو ته د وتلو طالع نه لري، تر دې دمخه افغان لوبډلي د ٢٠١١ کال پنځوس آوريزو نړۍ والو سياليو ته په وتلو کي هم په وروستيو پړاوونو کي ماتې وخوړه.

د لراوبر افغانستان ويبپاڼه د افغان لوبغاړو په ښه استعداد، لوړ همت او ستړياوو باندي وياړي، زموږ لوبغاړي په هر صورت د ستايلو وړ دي، د لوبو په ډګر کي ګټل او بايلل سره تړلي دي. خداى تعالى (ج) دي په آينده کي برياليتوبونه ورنصيب کړي. آمين

Copyright Larawbar 2007-2024