القاعده: د عراق انتخابات په ګډوډ کړو

34 | فبروري 13th, 2010


په داسي حال کي په عراق کي راتلونکې مياشت مياشت پارلماني انتخابات ترسره کېږي، د القاعدې يوې ډلي د دې انتخاباتو د ګډوډۍ ګواښ کړئ دئ.
په عراق کي د القاعدې د مشر ابوعمر البغدادي له خوا يو آډيو پيغام خپور سوئ چي له مخکي يې لا راتلونکي پارلماني انتخابات غندلي او وايي په هيڅ صورت به يې ترسره کېدو ته پرېنږدي.
بلي خواته د عراق حکومت ويلي مخالفين به ضرور د انتخاباتو د ګډوډيو هڅه وکړي، خو دوى به هرو مرو دغه انتخابات ترسره کوي او مخالفين به يې ونه توانېږي چي د عراق يو موټى ولس سره ووېشي.
ټاکل سوې ده چي په عراق کي د مارچ پر اوومه نېټه پارلماني انتخابات وسي.

Copyright Larawbar 2007-2024