کور / راپور / بلخ: مېرمن بهير له ځنډ وروسته بيا غونډې پيل كړې

بلخ: مېرمن بهير له ځنډ وروسته بيا غونډې پيل كړې

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د مېرمن كولتوري ټولنيز بهير د ۱۳۸۸لمريز د سلواغې په ۲۲مه، له يو څه مودې ځنډ وروسته بېرته خپلې اوونيزې غونډې پيل كړې.
د ځينو ورپېښو ستونزو له امله د بلخ مېرمن كلتوري ټولينز بهير نږدې درې مياشتې خپلې اونيزې غونډې ونشوې كړاى؛ خو په ننى غونډه كې يو ځل بيا د تېر په څېر د غونډې د ګډونوالو له خوا وپتييل شوه چې هره اوونۍ به خپلې غونډې روانې ساتي.
غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتر د مومند بابا ادبي بهير خونه كې ترسره شوه.
غونډه د اسيه احساس لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو د قمر نوري په كوربتوب پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې زهرا كاكړ تر سره كولې.
په غونډه كې د كابل مېرمن كلتوري ټولنيز بهير غړي اغلې ستورى هم برخه اخيستې وه.
نوموړې په بلخ كې د پښتنو مېرمنو هڅې وستايلې او دوى يې لا كار كولو ته وهڅولې.
اغلې ستورى د بلخ مېرمن بهير له غړو څخه بهير د نورو مېرمنو د راتګ په برخه كې د لا ګړنديو هڅو غوښتنه وكړه.
ازاده مشاعره د طيبې كاكړ د ((د غره په غېږ كې)) تر سرليك لاندې په نثري ټوټه پيل شوه.
ورپسې ورغونې توخي، قمر نوري او زهرا كاكړ شعرونه ولوستل.
د غونډې كوربه قمر نوري په ننۍ غونډه كې د ځينو غړو نه ګډون ته انديښنه وښوده. نوموړې له ټولو ملګرو څخه د بهير د لا ښوالي غوښتنه وكړه.
نوموړې زياته كړه چې په تېرو درې مياشتو كې دوى د ځينو ستونزو له امله د غونډې په ترسره كولو نه و توانېدلي؛ خو ويې ويل چې له دې وروسته يې هوډ كړى چې د تېر په څير به خپلې اوونيزې غونډې روانې ساتي.
همداراز د غونډې په پاى كې ذبيح الله احساس ځينو ستونزو ته د اشارې تر څنګ ګډونوال په پرله پسې توګه د غونډې ګډون ته وهڅول او زياته يې كړه چې دوى كولى شي په شمال او په ځانګړې توګه بلخ كې د پښتو ښځينه ادب لمن پراخه كړي.