کور / تازه خبرونه / یو برتانوﺉ ووژل سو ، د مارجې عملیات مشکل سول

یو برتانوﺉ ووژل سو ، د مارجې عملیات مشکل سول

د برتانیې د دفاع وزارت وویل چی نن ( شنبه ) د هلمند په نادعلی کی یو برتانوﺉ عسکر د چاودنی له امله ووژل سو . نن درې امریکایی پوځیان هم د کندهار په باغ پُل کی بمی چاودنی وژلي وو .
د یو بل خبر له مخی چی اسوشیټیډ پریس ورکړ ، ویل کیږی چی د هلمند په مارجه کی د امریکایی ، برتانوي او د رژیم د پوځیانو « مشترک » عملیات د طالبانو لخوا د زیات شمیر ماینونو او پرسونل ضد بمونو له امله د خنډ او مشکل سره مخامخ سوي او پرمختګ نسی کولای . په دې عملیاتو کی ۱۵۰۰۰ پوځیان برخه لری چی څه کم نیمایی یې د رژیم عسکر دي . مارجه اتیا زره اوسېدونکي لری چی زیاتره یې د دې یلغار له امله بې ځایه سوي دي .