کور / شعر / غزل

غزل

په کورمى ګرځي تور کارغه دجانان زيرې راوړي
ښکاري چې بيرته په وطن د امان زيرى راوړي

چې ورته تږې ومه زه له ډيره وخته په ژوند
دسباوون راته د زړه د ارمان زيرى راوړي

کوم چنارونو دګودر په غاړه اور اخستى
دګلورين سپرلي د پاره اسمان زيرى راوړي

چې د پيړيو پرهرونه مو راوګنډي سم
دقسمت ستوري دسپيڅلي درمان زيرى راوړي

لاسونه مه ښکلوئ خلکو دبې دينوبيرته
بهادرې تاسوته دښکلي قران زيرى راوړي