کور / کیسه / رژیدلې هیله

رژیدلې هیله

مازدیګر په زیړیدوو د دنګوماڼیو سیوري وږده غزیدلي وو
دڅر ک له غاړې سره په پیاده رو کراکرا راروان وم ډیرستړی وم لاسونه اوپښې مې داسي یسیدل لکه چې زما نه وي
هو،ټوله ورځ مې دسیمټوبوجۍ پنځم منزل ته په شاه خیزه ولیې وې زړه مې ډوب ډوب کیده نه پوهیږم چې درسته ورځ به ماڅومره اوبو څیښلې وي اوڅومره خولې راڅخه څڅیدلې وې ټول ځان مې دسیمټوپه دوړوکې لت پت وو جامې مې له ډیرو خولوڅخه داسي وچې کلکې وې تابه ویل چې له پلاستیک څخه مې ګنډلې سور دوبی و ډیره ګرمې وه سوځونکی لمر او ورسره دسیمټو ګردونه په پستوکي داسي لګیدل لکه مالګه چې په پرهر واچوې کله ناکله چې به دکومې دنګې ماڼۍ له کوم کونج څخه نري شمال سر راښکاره کوداسي به راباندي ولګیده لکه په تږي بانذي سړې اوبو .

یوه یوه ماڼۍ مې ترنظر تیریدله دلته هیڅ داسي ماڼۍ نه وه چې مادې سیمټ یاخښتې په شانه وي ورخیزولې په خیالونوکې ډوب شوم دیارلس کاله وړاندي ولاړم هغه وختونه رایادشو چې زه دلته نوی راغلی وم اوډیرې هیلې اوحسرتونه مې له ځان سره راوړي و
هغه وخت دلته نه دادنګې دنګې ماڼۍ وې اونه هم داپلن پلن څره کونه ګلان اوفوارې خوڅه کوې دلته یوه شین بوټی هم نه ترسترګوکیده
هغه وخت داسیمه یوه سګلنه دښته وه کله چې به لیږ تیز باد راولوت نو سګې به داسي بادې دې تابه ویل چې دسیلاب خړې اوبو راروانې دي
بیامې هغه ترټولوپه ښکلې ماڼۍ سترګې ولګیدې ،هو،ماڼۍ دیره ښائسته وه هغه دچاخبره دولاړوټولو ماڼیو ملیکه وه دماڼۍ په تندي یوه لو لوحه راځړیده چې پرې لیکلې وو سوق العرب هو په دغه ښکلیو ماڼۍ کې ا وس یو ښکلی مارکیټ جوړشوی وو
ښه انطیق اوقیمتي سامانونه په کې خرڅیدل چې پیرل یې یواځي دعربود لویو لویو شیخانو کاروو بیا مې یونظردماڼۍ په خواکې هغو ښکلیو پوټیوته وروکتل چې ما په خپل لاس کرلي وو مسکی شوم ورو مې له ځانه سره وویل څومره برکت من لاسونه مې دې وګره یو بوټی هم لاندی وچ شوی خپلولاسونوته مې وکتل هغه تڼاکې رایادشوې چې دهم دې بوټیو په کرلوکې مې په لاسونوراختلې وې بیا مې ماڼۍ ته وکتل هغه د(حمزأبابا) دغزل نیم بیتی رایاوشو(ستاپه اننګوکې دحمزأ دوینوسره دي)نه پوهیږم دماڼۍ دځلاندوښیښو ځلا داسي اته ښکاره شوه لکه هغه زما دځوانواوتاندوخولورنګ چې ورګډ وي رښتیا هم دهم دې ماڼۍ په تاداونوکې مې څومره ډیرې خولې څڅولې وې
دخپل نیمه خوا ژوندڅومره سهاونه مې هم دې ماڼۍ ته ورپه نوم کړې ووڅومره ډیرې هیلې اوارمانونه مې له دې ښکلې ماڼۍ سره شیریک کړې و
دماڼۍ په خواکې له ولاړ ببري څخه مې یوه غوټۍ راوشکوله ورته ومې کتل ښه ډیر مې ورته وکتل سترګوته مې رانیزدې کړه لاښه نورورته ځیرشوم
داسي راته ښکاره شوه لکه زمادځوانۍ هغه تانده هیله بیا مې خدایزده ولې په موټ کې وسرو وله غوټۍ دانه دانه شوه لامې ترډیروپه رغوي کې رژیدلې غوټۍ ته کتل لاهم هغسي ښکاریده لکه زماهغه رژیدلې هیله بیا مې ځان ته پام شو دټیکدار کورته رارسیدلی وم دکوردوره په خواکې مې دغږلیږدونکي جرس پتن کیکیښ لیږڅنډورسته یوو ماشوم راغږکو څوک یې ماویل زه یم پلاردې کوردی هغه ویل هو
ماویل ورته ووایه چې راووزه سیمټ مې وخیزول هغه دمزدورۍ پنځوس ریال مې راکړه ماشوم راته ښه کړو بیا یې لیږ ځنډورسته راغږکو پلارمې ویده دی مورمې وایې چې سباراشه یوسوړ اسویلی مې وکیښ دغوټۍ دانې مې دڅره ک منځ ته وروغورځولې زه په مات زړه کته دخپل ځای په لور روان شوم
۱۳۸۵/۱۱/۱۶/ساجرسعودي عرب