ته به جانان شې زما ؟

سعيد لودين | فبروري 13th, 2010


زما په روح کې يو ګداز پروت دى
زما په زړه کې سوى ساز پروت دى
زما په سترګو کې در ياب دغمو
زما اوښکو کې يو راز پروت دى
ته به جانان شې زما ؟
ستا دغه مينه به دنيا شي ماته
ستا دغه غيږه به پناه شي ماته
داستا ددوو سترګو درياب کې ياره
ددنيا ټول غم به فنا شي ماته
ته به جانان شې زما ؟
زما په روح کې دا ګداز ګوره
زما په زړه ګې سوى ساز ګوره
زما په سترګو کې غنچې دغمو
زما په اوښکو کې دا راز ګوره
ته به جانان شې زما ؟
راځينى مه پوښته دنيا مې څه ده
ويښه مې څه ده خوب رويا مې څه ده
بس دا ستم ګڼه دمينې ياره
نور مې نو مه پوښته ژړامې څه ده
ته به جانان شې زما ؟
تا مې دزړه ولولې وليدلې
تا مې د اوښکو چينې وليدلې
په کې دا ستا مينه موسيږي راته
تا په بهار کې غنچې وليدلې
ته به جانان شې زما ؟
زه ددنيا او د غمونه درديدلې يمه
په مينه مينه کې له خلکو ځوريدلې يمه
تا به راواخلمه دنيا نه او وحشى به دې کړم
جانانه نور نو سړيتوب نه ځوريدلې يمه
ته به جانان شې زما ؟
خطبه دا ستا دخوږې مينې وايم
زه د دردونو پر منبرولاړه
دغرونو ګل يې خو په غيږکې زما
زه دې پرسر لکه دلمر ولاړه
ته به جانان شې زما ؟
راځه چه ولاړشو دسپوژمۍ تر کلي
تر لرې لرې به مزل ووهو
دژوند په تارکې به نغمې راولو
دواړه به ګوتې پر غزل ووهو
وايه سفر کې په دې لاره به ته مل شې زما
اغزنه لاره ده جانانه پل په پل شې زما
زما دنيا وحشى ويرانه ددردونه ډکه
په دې زخمي دنيا به وايه ياره مل شې زما ؟
ته به جانان شې زما ؟
ته به جانان شې زما ؟

»

Copyright Larawbar 2007-2024