کور / تازه خبرونه / پاکستان د کابل سيند پر بند اندېښمن دئ

پاکستان د کابل سيند پر بند اندېښمن دئ

د پاکستان حکومت د کابل پر سيند باندي د هندي انجينرانو له خوا د بند پر جوړولو باندي اندېښنه ښودلې، خو د اندېښنې لامل يې نه دئ څرګند کړئ.
د افغانستان د کرهڼي وزارت په پلان کي لري چي د امريکا د متحده ايالاتو په مرسته د کابل پر سيند باندي د اوبو بند جوړ کړي، چي اوس يې ډېري اوبه د ډيورنډ تر پولي او پښتونخوا اوړي، آن د پنجاب ايالت ته رسېږي.
د دې بند د جوړولو چاري يوې هندۍ کمپنۍ پر غاړه اخيستي چي پاکستان يې له افغانستان څخه په هکله د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخي دا پروژه د امريکا د حکومت له هغه لس ميليارډه ډالرو مرستي يوه برخه ده چي د امريکا حکومت د افغانستان او پاکستان د زراعتي چارو د پرمختګ دپاره اعلان کړې ده.
د افغان کارپوهانو په وينا که د کابل پر سيند دغه بند جوړ سي، هم به د افغانستان ډېري مځکي په خړوبي سي او هم به د برېښنا د توليد دپاره کار ځني واخيستل سي.
افغانستان د کرهڼي دپاره پراخي مځکي او پرېمانه اوبه لري، خو د افغانانو پر ځاى پاکستان، اېران او شمالي ګاونډي هيوادونه کار ځني اخلي.