کور / تازه خبرونه / افغان حکومت: د مارجې عمليات بريالي دي

افغان حکومت: د مارجې عمليات بريالي دي

افغان حکومت او د ناټو ځواکونه وايي د مارجې ولسوالي ٧٠ فيصده مځکه يې له طالبانو لاندي کړې او د عملياتو لومړى پړاو بريالى بولي.
له هلمند څخه ورکړل سوي وروستي خبرونه وايي تر شلو ډېر طالبان وژل سوي او نيژدې ٤٠ تنه ژوندي نيول سوي دي، چي د ماين جوړولو څو ماهرين هم پکښي شامل دي.
د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو د دې ادعا په هکله لا تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي، خو پرون طالب وياند قاري يوسف احمدي په عملياتو کي بهرنيو ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلي د اړولو خبر ورکړئ وو.
بلي خواته د ناټو ځواکونه د خپلو دوو عسکرو مړېنه مني چي يو يې برتانوى او د بل هويت يې پټ ساتلئ چي غالباً امريکايي به وي.
د افغان پوليسو او پوځيانو د مرګ ژوبلي حال هم د مارجې د ملکي اوسېدونکو په څېر له نظره پټ دئ.
د مارجې په عملياتو کي چي هدف يې له سيمي څخه د طالبانو ايستل په ګوته سوي د ١٥٠٠٠ په شاوخوا کي امريکايي، افغان او برتانوي ځواکونه برخه لري.
طالبانو ويلي ول د مارجې دفاع ته يې ٢٠٠٠ کسان ګومارلي دي، خو افغان حکومت وايي د ٤٠٠ څخه تر ١٠٠ پوري طالبان په دې ولسوالي کي موجود دي.
د ناټو ځواکونه وايي په سيمه کي يې عمليات ورو –ورو پر مخ روان دي، ځکه طالبانو اکثره سيمي په ماينونو پوښلي دي.
د دفاع د وزير عبدالرحيم وردګ په وينا د مارجې عمليات وړمه شپه پر دوې بجې د ولسمشر حامد کرزي په قومانده پيل سول چي ښايي په دوو ورځو کي پاى ته ورسېږي.