کور / تازه خبرونه / پښتونخوا: د واوري اورښت ته خلګ خوشحاله دي

پښتونخوا: د واوري اورښت ته خلګ خوشحاله دي

د پښتونخوا ايالت د ملکنډ ډيويژن په لوړ يا بر دير کي پسله ٢٦ کالو واوره اورېدلې چي خلګ يې ډېر ورته خوشحاله دي.
د سيمي څخه ورکړل سوي خبرونه وايي سره له دې چي د واوري تر اورېدو وروسته هوا ډېره سړه سوه، خو ځوانانو له هوس څخه پر سړکونو خوشحالۍ کولې.
د لوړ دير په جندول، چکدره، ثمرباغ، تالاش او ځينو نورو سيمو کي د برايي شپې راهيسي د بارانونو او واوري لړۍ پيل سوې ده، چي د برېښنا د نستوالي له امله يې د خلګو ژوند له ستونزو سره مخ کړئ دئ.