کور / تازه خبرونه / برتانيه: شهزاده ته د جنګ اشتها ورغلې

برتانيه: شهزاده ته د جنګ اشتها ورغلې

يوې برتانوۍ ورځپاڼي ويلي شهزاده ويليم پتېيلې چي يو ځل بيا افغانستان ته ولاړ سي او هلته د طالبانو پر ضد وجنګېږي.
برتانوي شهزاده ته پر داسي مهال د جګړې اشتها ور ولاړېږي چي دوه کاله دمخه يې د مرګ له بيري افغانستان پرېښاوه. وروسته له هغه چي په ٢٠٠٨ کال په مطبوعاتو کي په هلمند کي د نوموړي د پوځي دندي په هکله خبرونه خپاره سول، د خطر له امله بيرته انګلستان ته وغوښتل سو.
د راپور له مخي ٢٥ کلن ويليم چي د شاهي پوځ د څرخکو الوتکو کورس يې تازه پاى ته رسولئ غواړي افغانستان ته ستون سي او هلته د ټپي سويو پوځيانو دپاره په خپله څرخکه کي ګرځنده کلينيک پرانيزي.