هندوستان: د پونا چاودنه مذاکرات نسي ځنډولاى

34 | فبروري 15th, 2010


د هندوستان حکومت وايي په پونا کي د وړمي شپې چاودنه به د دې لامل نسي چي د پاکستان سره د سولي مذکرات وځنډېږي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزير ايس ايم کرشنا وايي د بهرنيو چارو د وزارتونو په سويه خبري به له پلان سره سمي د فبروري پر ٢٥ مه په نوي ډهلي کي پيل سي.
د نوموړي په وينا هيواد يې د پاکستان سره ښې اړيکي غواړي او ترهګر به پرېنږدي چي د دواړو هيوادونو اړيکي خرابي کړي.
د پونا په چاودنه کي وړمه شپه په يوه الماني رستورانت کي وسوه، ننه تنه مړه او ٥٧ کسه يې ټپيان کړل چي تر اوسه يې چا مسئوليت نه دئ منلى.

Copyright Larawbar 2007-2024