کور / تازه خبرونه / سعودي يمني جنګياليو ته ٤٨ ساعته وخت ورکړ

سعودي يمني جنګياليو ته ٤٨ ساعته وخت ورکړ

د سعودي د دفاع وزير مرستيال شهزاده خالد بن سلطان يمني جنګياليو ته ٤٨ ساعته وخت ورکړئ چي د دغه هيواد پنځه پوځيان خوشي کړي.
خالد بن سطان ويلي د يمن د حکومت او ياغي جنګياليو ترمنځ سوله د دوى کورنۍ موضوع ده، خو ياغيان بايد ژر تر ژره د سعودي پوځيان خوشي کړي.
بلي خوا ته د يمن ولسمشر علي عبدالله صالح ويلي د يمن جنګياليو ته يې يو هيئت لېږلئ چي د سعودي يرغمل سوي پوځيان ځني تسليم کړي.