کور / تازه خبرونه / د دفاع او کورنيو چارو وزيران هلمند ته تللي

د دفاع او کورنيو چارو وزيران هلمند ته تللي

د افغانستان د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ، د کورنيو چارو وزير حنيف اتمر او د ناټو عمومي قومندان نن له هلمند څخه ليدنه وکړه.
د راپورونو له مخي درې واړو وزيرانو د هغو عملياتو جاج واخيست چي نن څلورمه ده په مارجه ولسوالي کي شروع سوي دي.
د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو په خبري کنفرانس کي ويلي چي عمليات بريالي دي او تر ډېره حده د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي مخه هم نيول سوي ده.
بلي خواته د ناټو قومندان مک کريسټال وايي د افغانستان پوځ د پخوا په پرتله ډېر پرمختګ کړئ او د مارجې په عملياتو کي يې خپله وړتيا ښودلې ده.
په دغو عملياتو کي چي نن څلورمه شپه ده پيل سوي، تر اوسه بهرنيو ځواکونو د اوو پوځيانو وژل منلي، د افغان ځواکونو شمېره پټه ده، او د ٢٧ طالبانو د مړيني ادعا سوې ده.
همدا راز په دې عملياتو کي پرون په يوه کور کي ١٢ تنه ملکي کسان وژل سوي دي.