کور / تازه خبرونه / بلجيم: د ريل ګاډيو ټکر ٢٠ تنه مړه کړل

بلجيم: د ريل ګاډيو ټکر ٢٠ تنه مړه کړل

د بلجيم په پلازمېنه بروسلز کي د دوو ريل ګاډيو د ټکر له امله شل تنه مړه او ګڼ شمېر ټپيان سول.
پوليس وايي پېښه د بروسلز د بويزنجن په تم ځاى کي رامنځته سوې چي تر اوسه يې د ټکر علت هم نه دئ په ډاګه سوئ.
د پوليسو په وينا لومړنۍ څېړني ښيي چي د واوري له امله پټلي يخى سوي وو او ريل ګاډۍ د بريک تر نيولو وروسته ښوېدلې ده.