پر شمالي وزيرستان په يوه تازه حمله کي څلور تنه وژل سوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي پېښه نن د ميرانشاه او رزمک ترمنځ د ملک ازدر په سيمه کي هغه مهال رامنځته سوه چي د امريکا بې پيلوټه الوتکي يو موټر په نښه کړ.
د وژل سويو کسانو د هويت په هکله تر اوسه څه نه دي ويل سوي.