کندهار : د ناټو طیارو پنځه ملکی خلک شهیدان کړل
اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی نن دوشنبه د ناټو الوتکو د کندهار د ژړۍ په ولسوالي کی پنځه ملکی انسانان په خپلو بم وریو سره شهیدان او دوه نور یې هم زخمیان کړل . ناټو خپله دا اشتباه ومنله خو تر اوسه یې لا بخښنه نه ده غوښتې . ناټو وایی چی موږ ته راپور راغی چی دا خلک ماین ښخوي نو ځکه موږ طیارې ور ولېږلې خو وروسته معلومه سوه چی هغوی ملکی خلک وو . ناقدین په دې نظر دي چی ناټو اوس یو ځل بیا د خپلو جاسوسانو په منګلو کی راغلې او د ملکی خلکو شهیدانولو ته یې په بې پروایی سره لاس اچولی او د هیچا پروا هم نلری .