کور / تازه خبرونه / مارجه د فلوجه غوندی سخت عملیات ثابت سول

مارجه د فلوجه غوندی سخت عملیات ثابت سول

امریکایی « کریسچن ساینس مانیټر » ورځپاڼی پرون په مارجه کی د یو امریکایی قوماندان ( ریان سپارکس ) په حواله خبر ورکړ چی د افغانستان د مارجې عملیات د عراق د فلوجې د عملیاتو غوندی ډیر سخت دي او طالبان شدید مقاومت کوی . ده وویل چی فرق یې دا دی چی په فلوجه کی موږ صرف د شمال څخه مخ پر جنوب ورتللو خو دلته یو لوی امتیاز لرو او هغه دا چی پر مارجه باندی د څلورو خواوو څخه ور روان یو او ځکه دلته په ګټه کی یو ، مګر د دې امتیاز سره سره طالبان ډیر کلک مقاومت راسره کوی . ده وویل چی امریکایی مرین پوځیانو د مارجې پر هغه برخه چی نیولې مو ده ، د افغانستان بیرغ ورپاوه خو بازار مو لا تر اوسه نه دی نیولی او پر مختګ مو د نښان ویشتونکو او ماینونو له امله ډیر سَوکه دی .
خو څیړونکي وایی چی د امریکایی پوځیانو لخوا د کابل د رژیم بیرغ اوچتول پخپله د هغه د ګوډاګیتوب یو لوی ثبوت دی .