کور / شعر / دنیاده ډیره ښکلی

دنیاده ډیره ښکلی

دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
دوزق ورنه جوړیږي درد او غم سره قسم دی
په هرموړکې خپل نیسي ژوند کمزورخلک په جال کې
هر دم او هر ګړی یې زنګوي د درد په ټال کې
غریب سړي ته هسې هم دا ټول دنیا تورتم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
چې یار درسره نوي نو فردوس دوزق جوړیږي
ظالم وخت به بیا هم درباندې سخت او ګران تیریږي
چې یار دې وي په څنګ نو بیا قسمت دې ترقدم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
مین زه په وطن یم او محبوب مې هم وطن دی
لیلا زما شرین زما همدا زما چمن دی
د هجر غم یې کله آشنا د یو غر نه کم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
آشنا طاهري وایې دا ترخه کلام خواږه کړه
د غم غزلې پریده د مزې سندرې زده کړه
خو درد چې ترې جګ نه شي بې مزه هغه قلم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی