کور / تازه خبرونه / طالبانو د شا لخوا پر امریکایانو حملې پیل کړې

طالبانو د شا لخوا پر امریکایانو حملې پیل کړې

اسوشیټید پریس د امریکایی پوځ په حواله خبر ورکوی چی پر مارجه باندی د پوځی عملیاتو په درېیمه ورځ طالبانو پر امریکایانو او برتانویانو د شا لخوا توندي حملې پیل کړي دي چی هغه راکټی ، د لاسی بمونو او کلاشنیکوفونو ضربې دي . خبر وایی چی طالبانو لومړی هغوی ته لار ه ورکړه چی تیر سی خو اوس د شا لخوا سختی حملې پر کوي او د هغوی پرمختګ یې شنډ کړی دی . خبر زیاتوی چی لږ تر لږه په شپږو ځایونو کی دغسی تعقیبی حملې دوام لری چی هلیکوپترونه نسی کولای هغوی په نښه کړی ځکه د خپلو پوځیانو پر وژلو بیریږی .
خبر زیاتوی چی طالبانو د ماین پاکولو پر شوبلو هم راکټی حملې پیل کړي او څو دغسی عرادې یې له منځه وړي هم دي چی دې کار د ناټو پرمختګ ځای پر ځای درولی دی .
ناټو ادعا کوی چی په دې عملیاتو کی د دوی فقط دوه پوځیان ( یو برتانوﺉ او یو امریکایی ) وژل سوي او ۲۷ طالبان او ۱۲ ملکی خلک له منځه تللي دي خو مستقلو منابعو او عینی شاهدانو دا ادعا نه ده تایید کړې .