کور / تازه خبرونه / ماینونو په جنوري کی ۳۲ بهرني پوځیان وژلي دي

ماینونو په جنوري کی ۳۲ بهرني پوځیان وژلي دي

امریکایی مشهوری مجلې ( یو . ایس . اې . ټوډې ) په خپل پروني راپور کی د پنتاګون په حواله لیکلي چی په افغانستان کی د سړک د غاړی ماینونه هغه وژونکې مېچن ثابته سوې چی د ډیرو امریکایی او اییتلافی پوځیانو ککرۍ خوری . راپور وایی چی په تیره جنوري کی دغو ماینونو ۳۲ امریکایی او نور بهرني پوځیان وژلي او ۱۳۷ یې هم ژوبل کړي دي ، حال دا چی دغه شمیر د ۲۰۰۹ په جنوري کی ۱۴ وژل سوي او ۶۴ زخمیان وو . راپور زیاتوی چی اییتلافی ځواکونو په تیره جنوري کی ۷۲۷ ماینونه کشف او حنثی کړي حال دا چی په یو کال مخکی جنوري کی یې ۲۷۶ ماینونه شنډ کړي وو . راپور وایی چی د طالبانو دغه ساده وسلې زموږ عصری ترینی تکنالوجۍ ته لوی خنډ پېښ کړی دی .