کور / تازه خبرونه / طالبانو خبريالان مرجې ته ور وبلل

طالبانو خبريالان مرجې ته ور وبلل

د طالبانو د غورځنګ له خوا آزادو خبريالانو ته بلنه ورکړل سوې چي د هلمند ولايت د مرجې ولسوالي ته سفر وکړي او له هغه ځايه د سترګو ليدلي حالات نړۍ والو ته وړاندي کړي.
د طالبانو له خوا يوه خپره سوې خبرپاڼه چي د لراوبر ويبپاڼي ته هم رسېدلې وايي بهرنيانو د خپلو لاسپوڅو مطبوعاتو په مټ په ولس کي يوه دروغجنه آوازه خپره کړې چي ګني د مرجې عمليات بريالي دي، خو حقيقت دا دئ چي هغوى هلته د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ دي او بېله څو محدودو سيمو څخه چي د هوا د لاري تګ راتګ ورته کوي د مرجې ولسوالۍ ټولي سيمي د طالب وسله والو تر لاس لاندي دي.
د طالبانو له خوا خبريالانو ته دغه بلنه پر داسي مهال ورکول کېږي چي د راپورونو له مخي مرجې ولسوالي ته د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت له خوا د خبريالانو ورتګ منع سوئ دئ.
د هلمند د مرجې عمليات چي نن پنځمه ده پيل سوي دي په هکله يې راپورونه يوازي د جنګي اړخونو له خوا خپرېږي، چي طبعاً يې هره ډله د خپلي ګټي سره سم ورکوي.