کور / تازه خبرونه / په مارجه کی درې نور ملکی خلک شهیدان سول

په مارجه کی درې نور ملکی خلک شهیدان سول

اسوشیتید پریس خبر ورکوی چی نن امریکایی او برتانوي ځواکونو په مارجه کی د جلا جلا پیښو په ترڅ کی درې نور ملکی انسانان په شهادت ورسول . ناټو وایی چی لومړني دوه کسان پر لاری تلل او موږ د درېدو امر پر وکړ څنګه چی هغوی زموږ امر و نه مانه نو موږ هم وویشتل ( جدا جدا ) او درېیم نفر ګواکی د دواړو خواوو د فایرونو په منځ کی راګیر سو . درې ورځی مخکی هم امریکایانو په مارجه کی ۱۲ ملکی انسانان په شهادت رسولي وو چی شپږ یې کوچنیان وو .