کور / سياسي / افغانستان : تریخ پای که خوږ پیل ؟

افغانستان : تریخ پای که خوږ پیل ؟

بسم الله الرحمن الرحیم

افغانستان د سیمی یو لرغونی ، تاریخی او ځانګړﺉ هېواد دی . افغانستان په وچه کی ایسار هغه بد نصیبه هېواد دی چی شاوخوا یې بی وفا او بدخواه ګاونډیان پراته دي . د افغانستان تاریخ او جغرافیې له یوې خوا ، او مذهب او کلتور یې هم له بلی خوا تل د دې ولس پرمخیون ته لورﺉ ورکړی دی . ښه به دا وی چی د افغانستان هغه عمده ځانګړتیاوی وشنو چی نور هېوادونه یې نه لری . دا هغه ځانګړني دي چی د افغانستان برخلیک یې تل پورته کښته کړی دی. د دې هری ځانګړتیا څیړل یو علیحده مبحث غواړي ، نو ځکه یې فقط پر سرټکو اکتفا کوو . ځینی دغه عمده مشخصات په دې ډول دي :

۱ ـ افغانستان د الفبأ له مخی د نړۍ د هېوادونو د لیست په پیل کی ( یعنی لومړنی هېواد ) دی .
۲ ـ افغانستان د « ایډز » د ناروغۍ له پلوه لږترین ناروغان لری او ځکه د نړۍ لومړنی هېواد دی .
۳ ـ افغانستان په نړۍ کی د تریاکو او هیرویًینو لومړنی لوی تولیدونکی او صادرونکی هېواد دی .
۴ ـ افغانستان په دغو کنایو او استعارو سره اوڅار دی : « د آسیا څلورلارﺉ » ، « د امپراتوریو قبرستان » ، « د ستری لوبی ډګر » ، « د ورېښمو نوې لار » او نور .
۵ ـ افغانستان د څلورو اټومی ځواکونو ( لکه چین ، روسیې ، هند او پاکستان ) نښلونکی دی .
۶ ـ افغانستان د شمال او جنوب ، ختیځ او لویدیځ ، او سوق الجیشی سیمو تر منځ د مځکني پُل حیثیت لری .
۷ ـ افغانستان تل د خپل حساس او مهم جیوپولټیک دریځ له امله کلکي ضربې خوړلي دي .
۸ ـ افغانستان د منځنۍ آسیاهغه ستراتیژيکی مرکز دی چی د ایران ، پخواني شوروی اتحاد ، چین او پاکستان غوندی حساسي سیمی سره تړي .
۹ ـ افغانستان د تیلو د هغه نل یو باالقوه لورﺉ دی چی د کسپین نفتی حوزه د عربي سمندرګي سره وصلوي .
۱۰ـ افغانستان د چین ـ روسیې سره د امریکا د پوځیتوب راتلونکیً مورچل جوړوی .
۱۱ـ افغانستان په سیمه کی د امریکا د آینده پراختیا غوښتني د ټوپ تخته ده .
۱۲ـ افغانستان د امریکا د راتلونکي مُهلکی بزکشۍ ډګر دی .
۱۳ـ افغانستان د خورا دنګو او ټینګو غرونو او میړنیو خلکو ټاټوبی ثابت سوی دی .
۱۴ـ افغانستان د ډکو سیندونو سرچینه ده خو ګټه نور ځنی وړی .
۱۵ـ افغانستان تل منطقوی او نړیوال ځواکونه ځانته راکش کړي دي .
۱۶ـ افغانستان د تاریخ په اوږدو کی تل ځان زیانمن کړی خو بل یې ګټمن کړی دی .
۱۷ـ افغانستان همیشه د استعمارچیانو او یرغلګرو هدف نه بلکی د هدف یوه وسیله وی .
۱۸ـ افغانستان د سیمی تر بل هر هېواد ډیري بهرنۍ حملې او نیوني زغملي دي .
۱۹ـ افغانستان یوازینیً هېواد دی چی وګړو یې تل خپله انرژي د بهرنیو یرغلګرو په شړلو یا کورنیو شخړو کی ضایع کړې ده .
۲۰ـ د افغانستان نیول ډیر آسان خو ساتل یې ډیر ګران دی .
۲۱ـ افغانستان هغه وچ اغزﺉ دﺉ چی نه تر ستوني تیریږی او نه هضمیږی بلکی هغه یې هر ځل څیرلي دي .
۲۲ـ افغانستان تل د چریکانو « جنت ! » ثابت سوﺉ دی .
۲۳ـ افغانستان د نړۍ یوازینی هغه بد نصیب هېواد دی چی په صرف ۸۳ کالو کی د درو پیړیو درو سترو ځواکونو نیولی او ځپلی دی ( لکه برتانیې ، روسیې او امریکې ) .
۲۴ ـ افغانستان پخوا د دوو امپراتوریو تر منځ ډال/ سپر/ بفر و ، خو نن بیا د یوازینۍ امپراتورۍ تر اشغال لاندی د منطقوی ځواکونو سره وصلونکی رول لوبوی .
۲۵ ـ افغانستان هغه « زیرو پاور » دی چی تل یې « سوپر پاور » راڅملولی او پر ګونډو کړی دی .
۲۶ ـ افغانستان اکثرأ تاریخ جوړوی ، خو ورڅخه جغرافیه سی !
۲۷ ـ د افغانستان تاریخ ، جغرافیه او عنعنه تل د یرغلګرو دښمنان دي .
۲۸ ـ افغانستان یوازینی هغه هېواد دی چی انګریزانو ته یې تر بل هر هېواد زیاتي د بدن ټوټې سوغات کړي دي .
۲۹ ـ افغانستان د محک ډبره ثابت سوﺉ چی ځینی قدرتونه یې نړولي خو ځینی یې بیا غوړولي دي .
۳۰ ـ افغانستان لوی ځواکونه کوچني کړي ، شتمن یې غریب کړي ، او غښتلي یې کمزوره کړي دي .
۳۱ ـ افغانستان وړمه ورځ « برتانوﺉ ګوډاګی » درلود ، پرون یې « شوروﺉ ګوډاګی » درلود او نن هم « امریکایی ګوډاګی » لری .
۳۲ـ افغانستان تل ثابته کړې چی جګړې بهرنیو یرغلګرو پر ترپلي خو فساد بیا خپلو واکمنانو پر تحمیل کړﺉ دی .
۳۳ ـ افغانستان همیشه ښودلې چی انتخاباتو یا اکثریت نه بلکی دودیزه لویی جرګې یې ستونزي ور حل کړي دي .
۳۴ ـ افغانستان نن په مجموع کی یوه یرغمل سوې ټولنه ده .
۳۵ـ په افغانستان کی نن دین « سیاسی » سوﺉ، عبادت « مادي » سوی، او روحانیت « ایډیالوژیکي » سوﺉ دی .
۳۶ ـ ټولنه تل د لوړي او کښته لورې بدلون مومی ( یعنی له پاسه دولت او له کښته ملت ) ، خو په افغانستان کی نن متأسفانه درېیم عامل یعنی « بهرنیان » هغه بدلوی .
۳۷ ـ افغانستان نن د امریکا د بهرنۍ تګلاری قرباني دی .
۳۸ ـ افغانستان د ناټو عراق دی ، او عراق بیا د امریکا فلسطین دی .
۳۹ ـ امریکا د دیموکراسۍ پلار دی ، خو په افغانستان کی یې دیموکراسي یرغمل کړې ده .
۴۰ ـ امریکا په افغانستان کی د دیموکراسۍ عاشقان او د دیموکراسۍ قاتلان پر یوه کاسه کښېنولي دي .
۴۱ ـ افغانستان د غربی وارداتی دیموکراسۍ هغه افراطی بیلګه ده چی نن تقریبأ ۱۰۰ سیاسی ګوندونه لری .
۴۲ ـ افغانستان د پردیو وارداتي ایډیالوژیو ، مثلأ په نولسمه پیړۍ کی د « امپریالیزم » ، په ۲۰مه پیړۍ کی د « کمونیزم » او په ۲۱مه پیړۍ کی د « لیبرالیزم » مرګونې کنده بلل سوېده .
۴۳ ـ افغانستان د ۲۱می پیړۍ د وژونکو وسلو ، کیمیاوی او کمزوره یورانیمی وسلو لابراتوار پیژندل سوی دی .
۴۴ ـ افغانستان د نړۍ د سرمایدارترینو هېوادونو د کوربه توب سره سره ، بیا هم د نړۍ غریب ترین هېواد دی .
۴۵ـ افغانستان په تاریخ کی یوازینی هغه کوچنی هېواد دی چی نن د نړۍ تقریبأ پنځوس هېوادونه پکښی جنګیږی .
۴۶ ـ د افغانستان « سړکونه » نن هغه ښامار دی چی هره ورځ د امریکایی او ناټویی پوځیانو ککرۍ خوري .
۴۷ ـ که افغانستان نن پوځی حل نه لری ، نو پرون یې بیا غیر پوځی حل هم نه دﺉ لرلی .
۴۸ ـ په افغانستان کی تل ایًتلافونه د وسلو تر منځ سوي او افغانان په بې اتفاقۍ کی اول خو په اتفاق کی آخر دي .
۴۹ ـ په افغانستان کی امریکایی پوځیان صرف د سپیني ماڼۍ قرباني کیږی ، نه د امریکایی ولس .
۵۰ ـ په افغانستان کی همدا نن امریکا د کابل د فاسد رژیم د بقأ لپاره هره دقیقه ( ۵۷۰۷۷ ) ډالره اور ته اچوی .
۵۱ ـ افغانستان « د تروریزم پر ضد د جنګ! » مرکزی جبهه ده مګر امریکا د تروریزم د تعریفولو جرأت نلری .
۵۲ ـ په افغانستان کی نن د نړۍ کمزوره ترین او قوي ترین دوه هېوادونه د مقابلې پایلوبی ( فاینل ) ته راوتلي دي.
۵۳ ـ په افغانستان کی نن د امریکایی نالایقه اشپز او د هغه د بې کفایته شاګردانو څخه پلو شوله سوﺉ دی .

هو ، په لنډه توګه ویلای سو چی افغانستان ځکه یرغلګرو ته د ناسور زخم دی چی :
الف : زیږه قبایل لری ؛
ب : کلکه مذهبی عقیده لری ؛
ج : سخت استقلال طلبانه کلتور لری ؛
د : غرني عوارض لری ؛
و : شډل او ستونځمن دښتونه لری ؛
ی : تیت او پرک نفوس لری ؛

افغانستان نن د امریکا سره هغه فاینل ته راوتلیً چی دواړو خواوو په « سیمی فاینل » کی لوبه نه ده بایللې ، بلکی دواړه بریالي دغه فاینل ته رسیدلي دي . خو که ښه ورته ځیر سو ، نو امریکایانو په دې ټورنمنټ کی د ویتنام څخه ماتې خوړلې او د شمالی کوریا ، سومالیا او لبنان سره مساوی سوي دي ، مګر افغانان د شکست او مساویتوب هیڅ کومه سابقه نه لری بلکی ټولي یې ګټلي دي ( که هغه صفویان وو ، یا مغول ، او که انګریزان وو یا شورویان ) . نو ځکه پوښتنه پیدا کیږی چی دغه حقه مبارزه باید د افغانستان تریخ پای وبولو او که خوږ پیل ؟ ځواب دا چی « د تاریخ حتمی تکرار ! » به انشاالله هرڅه ژر یا وروسته راباندی ووینی .
والسلام