کور / تازه خبرونه / د حماس د مشر د ١١ قاتلينو عکسونه خپاره سول

د حماس د مشر د ١١ قاتلينو عکسونه خپاره سول

په عرب متحده اماراتو کي د حماس د اسلامي غورځنګ د يوه مشر محمود المجوح په مرموز قتل کي د لاس لرلو په تور د ١١ تنو عکسونه خپاره سول.
د دوبۍ د پوليسو مشر جنرال داهي خلفان تميم خبريالانو ته وويل دغه ټول کسان د اروپايي هيوادونو اتباع دي، چي يوه يې ښځه هم ده.
نوموړي ويلي ښايي د اروپايي هيوادونو ځينو استخباراتي شبکو د محمود المجوح د وژلو پر سر مشترکه پرېکړه کړې وه.
محمود المجوح د جنوري پر شلمه په دوبۍ کي په پټه توګه ووژل سو، چي حماس يې پړه د اسرائيلو پر حکومت واچوله.
په دغه ليست کي چي د دوبۍ پوليسو خپور کړئ، شپږ تنه برتانويان، درې آيرلنډيان، يو د فرانسې او يو د جرمني د هيواد اتباع ښودل سوي دي.