کور / هراړخیز / گوگل د انټرنيټ سرعت 1GB/sec ته رسوي!!!

گوگل د انټرنيټ سرعت 1GB/sec ته رسوي!!!

د انټرنېټ په نړۍ کې د پلټنو چټک نښلونکى سايټ گوگل وايي چې په نړۍ کې به د انټرنېټ سرعت په ثانيه کې يوې جېبي ته ورسوم.
گوگل په انټرنېټ کې ستر سايټ دى ،چې انټرنېټ کارونکو ته بېلابېلې اسانتياووې په واک کې ورکوي.
گوگل شرکت مسوولينو د خپل نوي پلان په باره کې وويل چې (… پتېيلې مو ده ، د انټرنيټ اوسنۍ چټکتيا تر دې سل چنده نوره هم لوړه کړو ، د موږ د کار د پيل شېبې دي، چې د امريکا په ځينو،ځينو سيمو کې مو کار پرې پيل کړى دى، د انټرنېټ دا چټکتيا به د نوري فايبر له لارې په ثانيه کې يوې جېبي ته ورسوو…)
د گوگل کارکوونکي ددې په اړه وايي: فکر وکړئ چې يو فلم چې د ښه کيفيت عکس ولري کولاى شئ تر پنځو دقيقو په کم وخت کې يې ډاونلوډ کړئ، چې په دې سره به مو د انټرنېټ له لوري ډېرې ستونزې هوارې شي.

د PC Worldد خبر له مخې اوس مهال په نړۍ د انټرنېټ تر ټولو چټک سرعت د ٢٠تر ٥٠ ايم بي په ثانيه کې دى ،چې د 1GB/Secسره خوراډېر توپير لري .
يادونه: گوگل چې موږ ټول يې له نوم سره بلد يوو په رياضي کې دهغه ستر عدد نوم دى چې د يو عدد سل صفرونه ولري ، ددې سايټ بنسټګران او چلوونکي په ټوکه کې وايي چې د گوگل پلټونکى ماشين کولاى شي په همدې شمېر(يو ګوګل اطلاعات) د چوپړ لپاره کتوونکي ته چمتو کړي.