کور / علمي / کډوال ، کلتوري ستونزي او د حل لاري

کډوال ، کلتوري ستونزي او د حل لاري

ليکنه: پوهنوال رسول باوري- هالنډ

هر کډوال تن ، کډواله کورنۍ ، ډله يا ګروپ خپل کلتوري شخصيت او مميزات تر هغه وخته د ځان سره ساتلای شي چي په نوې ټولنه کي ورته د پاشل کيدلو او منلو شرا يط او زمينه برابريږي . هغسي چي دکلتور ي شخصيت بشپړ تيا يې پيرزماني واټن په بر کي نيولۍ هم هغسې د بلي ټولني په منځ کي د خپل کلتور د پريښودلو لپاره زماني واټن اړين دۍ . د دې سره سره چي په اوښتون او بدلون کي ځانګړتيا او استثنا خپل ځای لري ، خو په ټوليزه توګه د کلتوري شخصيت جوړيدل او بيا د هغه اوښتل زماني واټن ته اړتيا لري ، ښايې دا زماني واټن د يوشمير کسانو لپاره لږ او د يوشمير لپاره زياته موده په برکي ونيسي ، خو دا شونې نه ده چي په ګړيو ، ورځو ، مياشتو او لنډو کلونو کي دا اوښتون په بشپړه توګه پلۍ شي . کډوالي د يوې ټولنيزي پروسې په توګه بيلا بيل لا ميلونه لري ، خو د کډوالو لورۍ څرګند دۍ او هغه د ستونزمن چاپيريال څخه هوسا اوو ډاډمن چاپيريال ته يا په بله وينا د وروسته پاته ټولنو څخه و پر مختللو ټولنو ته ليږد دېدل دي . د همدې ار پر بنسټ هغه هيوادونه چي د ګډوالو منلو ته يې زړه کړۍ او يا هوډمن دي ، هغوۍ د نويو راتلونکو لپاره د کلتوري بدلون او يا په بله وينا د نوې چاپير يال سره د کډوالو د سمون ځانګړي پروګرامونه پلي کوي . د دا ډول پروګرامونو په پلي کيدلو کي هغه کډوال ډيري ستونزي ګالي چي د خپلي پخوانۍ ټولني او نوي راغلي ټولني تر منځ يې د ودي او پر مختيا واټن زيات وي . د دې لپاره چي په دې لنډه ليکنه کي خپلي موخي ته ورسيږم ، غواړم چي تر دريو سر ليکونو لاندي د کډوالو کلتوري ستونزي را يادي کړم :

لومړۍ : کډوال بايد کلتوري بدلون ومني : د ا مسله د يوه ټولنيز اصل په توګه په بشپړه توګه د منلو ده چي په ټولنه کي د ډيره کيو واکمن کلتور د هغې ټولني لپاره ملي بڼه ځان ته اخلې او په ټولنه کي ميشت لږ ه کي د هغه واکمن کلتور په منلو او پاللو اړويستل کيږي . دا اړتيا ښايې د سياسي ، اقتصادي او ټولنيزو څرګندو او ناڅرګندو ځواکونو په ملاتړ تر سره او يا وتپل شي ، خو مننونکي يې د فشار او ځواک مخامخ ربړ يا نه شي احساسولای او يايې د درک څرګندولو اړتيا نه وي او د يوه منلي دود او حکم په څير يې د منلو او پلي کولو وړ ګڼي . د دې بنسټيز لاميل تر څنګ د انسان طبيعي وده او د پرمختيا سره د انسان مينه او ليوالتيا دوهم لاميل دۍ چي په خپل پخواني کلتور کي د بدلون راوستلو پر له پسې هڅي کوي، چي هغه به خامخا د نوي ټولني د کلتور سره په تړاو کي وي .

دوهم : د کډوالو کلتوري ستونزي يوشان نه دي : د يوه تن کډوال په توګه کلتوري ستونزي ، د يوې کورنۍ په وړاندي کلتوري ستونزي او د يوې ډلي او جمعيت په وړاندي کلتوري ستونزي هم د شکل او هم د محتوی له اړخه سره بيلي او ډول ډول دي . که په ياد شويو دريو کټګوريو کي د ځانګړتيا او استثنا څخه تير شو ، مود او منځۍ حد په پام کي ولرو . د يوه تن لپاره په نوې ټولنه کي د کلتوري ستونزو پيټۍ تر کورنۍ او يوه ګروپ يا ډلې لږ دۍ . او همداشان د يوې کورنۍ کلتوري ستونزي د يوې ډلي تر کلتوري ستونزو لږ دي . د دې ستونزي بنسټيز لاميل دادۍ چي د يوه تن هويت او کلتوري شخصيت په نسبت د کورنۍ او جمعيت کلتوري شخصيت او هويت پيچلۍ او کثير البعدي دۍ ،. ځکه يې په وړاندي ډيري ستونزي را برملا کيږي . يو تن کډوال کولای شي په لږ زغم سره خپل چاپير يال د نوي ټولني د اصلي اوسيدونکو سره ورته او په يوه رنګ جوړ کړي ، خو دا کار د يوې کورنۍ لپاره ستونزمن دۍ ، او د يوه جمعيت لپاره تر هغه کورنۍ لا زيات .

دريم : د مودل کلتوري شخصيت لپاره د ارزښتونو بيلوالۍ : په هر ټولنه کي کلتوري مودل شخصيت شته چي نوۍ نسل د هغه کرکتر د خپلولو په نيت پټي او څرګندي هڅي کوي . د کلتوري مودل شخصيت کرکتر او معيارونه د بيلا بيلو موسيسو ، ځانګړوادارو او په ټولنه کي د واکمن اولسي کلتورپه مټ ساتل کيږي ، وده ورکول کيږي او د راتلونکو نسلونو لپاره يې محک او معيار ګرځوي . هغه کلتوري مدل شخصيت چي کډوالو په خپله لومړنۍ ټولنه کي درلود ، په دوهمه ټولنه کي وده نه شي کولای ، د دې لاميل هغه ځانګړتيا وي دي چي په لومړنۍ او دوهمه ټولنه کي شته . کډوال په نوې ټولنه کي د مودل کلتوري شخصيت د پيژندلو لپاره اړ دي چي د نوي ټولني ټول مادي او معنوي ارزښتونه وپيژني او د هغو په رڼا کي د ځان لپاره د مودل کلتوري شخصيت کرکتر وټاکي . په نوې ټولنه کي د ټولو ارزښتونو هر اړخيزه پيژندنه او په هغو پوهيدنه هغه ګږليچنه لاره ده چي پر له پسې طۍ کول غواړي . د کډوالو لپاره په نوې ټولنه کي د کلتوري مودل شخصيت موندل زيات زماني واټن ته اړتيا لري او لږ تر لږه يو يا دوه نسله په کار دي چي په نوې ټولنه کي هغه ومومي او بيا يې د ځان لپاره معيار وګرځوي . لنډه دا چي په دې ډول نوري زياتي کلتوري ستونزي د کډوالو په وړاندي شته چي د ټولو سپړنه او يادونه د دې لنډ ي ليکني تر توان ليري ده . او د دې ستونزو څخه د خلاصون يوازنۍ لاره په ورورو د نوي ټولني د واکمن کلتور منل دي او بس . د نوي ټولني کلتوري ارزښتونه نه منل نه يوازي داچي د کډوالو ستونزي نه شي حلوکولاۍ بلکي د بيلا بيلو برخوردونو او ټکرونو د منځ ته راتلو لاميل هم ګرځي او د کډوالو لپاره مالي ، ټولنيزي او رواني ناوړه ستونزي زيږوي ، چي د مخنوي په نيت يې اړينو تدبيرونو ، ځانګړي مهارتونو او د نوي ټولني دولتي او ټولنيزو ادارو او سازمانو له لوري پيداګوژيکو علمي او هر اړخيزه پلانونو پر له پسې پلي کيدلو ته اړتيا شته .د کډوالو کلتوري ستونزي يوازي په هغو يادو شويو برخو کي نه شي حل کيدلای ، تر ټولو ارزښتمن اړخ پخپله د کډوالو له لوري د دې ستونزو د حل په لار کي په پوهيدلي توګه پرله پسې هڅي او کړني دي چي د نورو دولتي ، ټولنيزو ادارو سره يې يوځای په پلي کولو او منلو ځانونه هوډمن وګڼي . دا چي د کډوالو په تړاو نوري ادارې او سازمانو نه د کډوالو د ستونزو د حل لپاره څه کوي او يا څه بايد وکړي ، يوې خانګړي اکاډميکي څيړني او ليکني ته اړتيا شته ، خو زه په دې برخه کي يوازي د کډوالو له لوري دهغو هڅواو کړو وړو څو بيلګي په ګوته کوم چي د راپيښو ستونزو د مخنوي لپاره يې تر واک او ځواک لاندي دي .

لومړۍ : د پخواني کلتور د پايښت وړ برخو درک او د هغو وده : د کلتور وده دخپلي اړوندي ټولني د ودي سره تړلې ده ، هغسي چي د ټولنو تر منځ د ودې او پرمختګ اندازه توپير او ځانګړتيا لري ، په هغه پيمانه د کلتورونو تر منځ هم بيلوالۍ څرګند او د درک وړ دۍ . خو يوشمير داسي کلتوري ارزښتونه شته چي په زياتو انساني ټولنو کي سره ورته وي ، د بيلګي په توګه ، د مشرانو درنښت ، صداقت او وفاداري ، د کار سره مينه او داسي نور . دا او دې ته ورته يوشمير نور کړه وړه زموږ په افغاني کلتور کي هم د ښو کړووړوپه معيار او توله تشويق او وده ورکول کيږي . او دادۍ په دې نوي ټولنه کي هم ياد شوي کړه وړه او دې ته ورته نور د درنښت وړ دي .کډوال افغانان او افغاني کورنۍ کولای شي چي د خپل افغاني کلتور داډول معياري کړو وړو ته وده ورکړي او د خپلو ځوانانواو راتلونکو نسلونو تر منځ يې دساتلو او پايښت روحيه غښتلې کړي . خو يوشمير داسي ځانګړي کلتوري هڅي او کړه وړه شته چي د پايښت شونتيا يې په دې نوې ټولنه کي نشته . دا په کورنيو پوري اړه لري چي دا شوني او ناشوني کلتوري کړه وړه سره بيل او بيا يې د پايښت ورکولو او نه ورکولو پريکړه وکړي .

دوهم : پر کلتوري يوځایوالی ( امتزاج ) باور : انساني خلاق ذهن د ځان ساتني ، ځاني ودي او پرمختيا غوښتني هڅونکۍ ځواک دۍ ، د همدې ځواک په مرسته په نوي ټولنيز چاپير يال کي د ځان لپاره د پايښت او تطبيق امکانات او زمينه برا بره وي . د کډوالو برخليک د دې پروسې څرګند ثبوت دۍ . کډوال د نوي ټولني په کلتور ي ارزښتونو ځان پوهول خپله دنده ګڼي د نوي ټولني دکلتور څخه اخستنه کوي او ځان عياره وي ، دا بدلون په يوه ځل نه شي تر سره کيدلای او له بلي خوا خپل پخوانۍ کلتور هم په يوځل نشي پريښودلای . د کډوال په کلتوري کړو وړو کي دبدلون دا لړۍ ورو ورو پلي کيږي ، او د دې پروسې مخنيوۍ هم شونۍ نه دۍ . هغه څه چي کډوال بايد ورته پام وکړي او يا يې ومني هغه د کلتورونو ترمنځ دامتزاج او يوځای کيدلو پروسه ده . پر دې پروسې باور او د هغې منل کولای شي چي د کډوالو زياتي رواني، اخلاقي او حتی ټولنيزي ستونزي ليري کړي .

دريم : د بيلوالي او تجريد مخنوۍ : يوشمير کډوال ښايې داسي وه انګيري چي د نوي ټولني څخه ليري والۍ او ګوښي پاته کيدل به د کلتوري ټکر د مخنوي لاره وي . او يا به ښايې د نوي ټولني په ځينوکلتوري برخو کي لنډ مهاله او يا هم د نه ګډون پريکړه ګټوره وګڼي . کډوال کولای شي د ځان په اړه پريکړه وکړي ، خو هغه څه چي بي ګټي هڅي بلل کيدای شي هغه د نوي ټولني څخه بيل والۍ او ګوښي توب دۍ . د نوي ټولني څخه د کلتوري تفاوت پر بنسټ ځان ليري ساتل او يا کورنۍ ليري ساتل ، نه يوازي دا چي ګټه نه لري بلکي د بحران تر بريده يې د چاودلو او ورانيدلو شونتيا شته . د دې لپاره چي د داسي بحراني حالاتو مخنيوۍ شوې وي ، اړينه ده چي د تجريد او ګوښي توب څخه ډه ډه وشي . خو د دې ټکي يادول هم اړين دي چي د کډوالو لپاره په نوې ټولنه کي د معياري کلتورپيژندنه اويا په بله معنی د ښو په رديف کي د منل شويو کړو وړ و پيژندل د وياړمن ژوند بنسټ دۍ .