کور / مرکه / په تخار ولایت کې میرمن کلتوري بهیر جوړشو

په تخار ولایت کې میرمن کلتوري بهیر جوړشو

په تخار ولایت کې د یوڅلویښتوتنو پښتنو پیغلو او میرمنو په ګډون میرمن کلتوري بهیر د۱۳۸۸ کال دسلواغې په ۱۹ نیټه دتخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې پرانیستل شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه له کابل څخه دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرد دارالانشآ غړې لیکوالې او شاعرې ستورۍ معارج ستانکزۍ خبرې وکړي دکابل دمیرمن بهیر دغړو سلامونه او نیکې هیلې یې هغوی ته ورسولې اودمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دکړنلارې او فعالیتونو په اړه یې هغوی ته معلومات وړاندې کړل.
ورپسې دتخار ولایت تکړه فرهنګیالۍ میرمن، آغلې عزیزې ناصري او څو تنو نورو میرمنو خبرې وکړې په تخار کې یې دپښتنو میرمنو له خوا دکلتوري او ټولنیزو فعالیتونو په پرمختیا او پراختیا ټینګار وکړ.
دیادونې وړ ده چې آغلې ستورۍ معارج ستانیکزۍ دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په استازیتوب دهیواد دشمالي ولایتونو په سفر بوخته ده ،څو په دغو ولایتونو کې ادبي او کلتوري فعالیتونه وارزوي.
آغلې ستانیکزۍ تیره ورځ دبلخ ولایت دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په غونډه کې هم ګډون وکړ.
ددغه رپوټ بشپړ متن به وروسته خپور شي